_ کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه :
امنيتي او دفاعي ځواکونو پرون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د يولړ چاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره شپږاويا تنه ډار اچوونکي ووژل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو د سر اومال د ساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په خاطريولړ عمليات تر سره کړل چې، له امله يې د وسله والو طالبانو د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون شپږ اويا تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څوارلس تنه شکمن ونيول شول.
سرچينه زياتوي چې،دغه عمليات دننګرهار، لغمان ، نورستان ، غزني ، روزګان ، هرات ، فارياب او دجوزجان په ولايتونو کې ترسره شوي چې، له امله يې د فارياب ولايت په دولت آباد اوپښتون کوټ ولسواليو کې يوديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول،شپږويشت موټر سايکلونه ، د دښمن درې مرکزونه، اوپه چاوديدونکو توکو بار يو موټر له هم منځه وړل شوي دي. پاى ذکرالله