امنیت

اووه تنه په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي

جلال اباد/باختر/ د غبرګولي ۲۶ مه
د ننګرهار ولایت د سره رود، بهسود او شينوارو ولسواليو په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور اووه تنه نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې یاد نشه يي توکي په شپږو ډول ډول موټرونو کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي و چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري د عملیاتو پرمهال ترلاسه شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه يیز خبریال ته وویل چې په ترلاسه شويو نشه يي توکو کې ۱۷۸ کيلو ګرامه خام چرس، ۱۰ کیلوګرامه هيروئين او ۶ کيلو ګرامه شيشه شامله ده.
سرچینه زیاتوي چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له هغوی څخه یوه کلاشینکوف هم ترلاسه شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته