سیاست

د عالمانو د شورا رييس له يانکوبيش سره وکتل

کابل_باختر د لړم دمياشتې ٦:
د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي استازي ښاغلي یانکوبیش سره په داسې حال کې چې د نوموړې شورا یو شمېر غړي هم حاضر وو، وکتل.
د افغانستان د علماوو شورا رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د ملګرو ملتونو نقش او مسئولیت زمونږ د هېواد په اوسنیو حالاتو کې ډېر مهم دی که چېرې په دغو نازکو شېبو کې ملګري ملتونه خپل رول لکه څنګه چې مناسب دي ادا کړي نو مونږ به له ډېرو مشکلاتو څخه خلاص شو.له بده مرغه زمونږ ګاوندې هېوادونه د افغانستان د روانو جګړو او شخړو په دوام کې ونډه لري او خپلې ګټې په کې لټوي نو په کار ده چې ملګري ملتونه د یو نړیوال او بې پرې سازمان په توګه روانو ستونزو ته د پای ټکي کېښودلو په لاره کې پوره هلې ځلې وکړي.
د علماوو شورا رئیس زیاته کړه: ملګري ملتونه باید په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته د افغانستان د مسلمان ملت ددینې ارزښتونو، او افغاني عنعناتو د ورپېژندلو په هکله مؤثر ګامونه پورته او هغوی ته مشوره ورکړي تر څو د اسلام مبارک دین احکام، د هېواد نافذه قوانین او دخلکو دود او دستور په پاملرنې سره دداسې کړنو څخه ډډه وکړي چې زمونږ د مبارک دین، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر خلاف وي.
وروسته د ملګرو ملتونو خاص استازي ښاغلي یانکوبیش ددغې کتنې څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې په افغاني ټولنه کې د علماوو په رول او اهمیت خبرې وکړې او علمایې د ټولنې واقعې رهبران وګڼل او زیاته یې کړه چې ستاسو هدایت او توصیې زما لپاره د یو لارښود حیثیت لري او زه په خپلو ورځنیو چارو کې ورڅخه ګټه اخلم. نوموړي په کابل کې د اسلامي هېوادونو د علماوو د نړیوال کنفرانس د جوړېدو په خاطر د علماوو شورا ته یې مبارکي ورکړه او دکنفرانس پرېکړه لیک یې تر ډېره حده دملګرو ملتونو د نظریاتوسره سم وګاڼه او هغه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټېنګښت لپاره یو ارزښتناک کار وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته