کابل باختر د زمري شپږمه :
اووه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دجوزجان ولايت په قوشتيپې ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
په دې نښته کې دوه تنه سيمه ئيز پوليسان ټپيان شوي دي .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر باختراژانس ته وويل دغه اووه تنه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې دقوشتيپې ولسوالۍ دشيربک ، ګردن ، خان اقا او دبيسر په کليو کې دپوليسو په امنيتي پوستو بريدو کړ .
په دې جګړه کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ