سیاست

نوې ټاکنه

کابل باختردتلې دمياشتې ١٤:
پوهنوال نصر الله ستانکزى دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دمقام دعدلي او حقوقي چارو د مشورتي بورد د رييس په توګه وټاکل شو .
دچارو اداري او دوزيرانو شورا  ددارلانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
داساسي قانون د٦٤ مادي د١٣ فقرې  دحکم له  مخې ،  په دندو کې دنيمګړتياو دمخنيوي په  مقصد دجمهوري رياست دعالي مقام دحکم په ترڅ کې  دپوهنوال نصر الله ستانکزي  ټاکنه دعلمي کادر،دپخواني رييس معادل حقوقو او امتيازونو  په ساتنې سره له رتبې  څخه په   وتلي بست کې دافغانستان د اسلامي  جمهوريت د جمهوري  رياست دعالي مقام عدلي او حقوقي چارو دمشورتي بورد
د رييس په توګه منظوره شوى ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته