سیاست

ابراهيمي له يوشمېر هندوانو او سکانو سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٤ مه:
د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي د افغانستان د يو شمير هندوانو او سكانو ستونزې واوريدې.
د ولسي جرګې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې كتنه كې، چې د مشرانو جرګې سناتوره انار كلي هنريار هم حاضره وه، د افغانستان د هندوانو او سكانو استازي د هندوانو لپاره د يوې څوكۍ د ځانګړي كيدو په اړه د ولسمشر د تقنيني فرمان په تصويب كې د ولسي جرګې د همكارۍ غوښتونكي شول.
هغوى په ډاګه كړه، چې هندوان او سكان له كلونو راهيسې په افغانستان كې ژوند كوي او په ولسي جرګه كې د يوه استازي درلودل د هغوى ټولنيزه اړتيا ده.
د ولسي جرګې رئيس وويل چې د هندوانو لپاره د يوې څوكۍ د ځانګړي كيدو په اړه د ولسمشر پر تقنيني فرمان د ولسي جرګې په كميسيونونو كې كار روان دى.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته