سیاست

تبصره:

کابل باختر دوږي  اوومه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پاکستان ته ديوبل سفر په ترسره کولو سره دا فرصت برابر کړ چې دواړه هيوادونه وکولاى  شي خپلې ځينې سيمه ئيزې او د دوى په اړيکو باندې اغيزمنې ستونزې حل کړي او د ثبات د تامينولو او د سيمه ئيزې  اقتصادي ودې په مقصد په ګډه ګام واخلي .
دباخترآژانس مبصر ليکي: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په دې وروستيو وختو کې پاکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره شو چې دکابل او اسلام اباد اړيکې په وروستيو مياشتو کې له بې باوريو او بې اعتمادۍ سره يو ځاى وې، ځکه د افغانستان دولت په پاکستاني مقاماتو په افغانستان کې دسولې دتامينولو په لاره کې د نه همکارۍ تور لګاوه او ټينګار يې کاوه چې دغه هيواد د افغانستان په وړاندې دخپلو ژمنو په تحقق کې رښتينې نه دى .
ددغه شان بې اعتماديو له شتون سره سره حامدکرزي دپاکستان دصدراعظم نوازشريف بلنه  ومنله او بيا پاکستان ته لاړ. ترڅو يوبل فرصت چې کيداى شي د دواړو هيوادونو د دولتونو د دريځونو د نږديوالي او دخلکو د دوستۍ د ټينګښت سبب شي؛ له لاسه ونه ووځي .
سره له دې چې ددغه سفر په نسبت ډول ډول خبرې کيږي؛ خو داسې نښې نښانې ترسترګو کيږي چې پاکستاني مقاماتو هلې ځلې  وکړې چې پاکستان  ته دجمهور رييس کرزي له وروستى سفر څخه په مطلوب  ډول استفاده وکړي. دځان په نسبت  بدګومانۍ کمې کړي او داسې ښيي  چې دا ځلې له تيرو وختونو څخه په جدي توګه دسيمه ئيزثبات د اعاده کولولپاره همکاري ته چمتو دي.
هغوى خپله دغه اراده او نيت د اوسپنې دڅو پټليو دغځولو، په کونړکې د اوبو ديو بند د جوړولو او د نورو پروژو دعملي کولو په ګډون، دڅو عمراني  پروژو په تطبيق کې تبارز کړ. ځکه ددغه شان سترو اقتصادي پروژو تطبيق، د امنيتي خنډونو له لرې کولو پرته ناشونى دى .
له بلې خوا افغان مقامات هم ددغه شان خبرو د ترسره کولو په نسبت هوډمن دي. ځکه حامدکرزي پاکستان ته دخپل سفر په بهيرکې په سيمه کې شته واقعيتونه په څرګند او روښانه توګه په ډاګه کړي دي . 
په هغې خبرپاڼه کې چې دجمهور رييس  د دفتر له خوا خپره شوه؛ ويل شوي دي چې دافغانستان د سولي بهير، امنيتي مسئلې او د افغانستان دسولې دعالي شورا او د وسله والو مخالفينو ترمنځ د خبرو لپاره د زمينې  برابرول،  له پاکستاني مقاماتو سره دجمهور رييس کرزي دخبرومحور و.
لکه څنګه چې د جمهوري رياست په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ددغو خبرو ترسره کول، په دوستانه او صميمانه فضاکې و او هيله کيږي  چې دپاکستان لوري دهغو پريکړو دتحقق لپاره چې په دغو خبروکې شوي دي؛ عملي اقدامات وکړي.
دافغانستان خلک دې ته سترګې په لاره دي چې پاکستان ته دخپل هيواد دجمهور رييس وروستى سفر وکولاى شي په افغانستان کې دسولې داعاده کولو لپاره زمينه برابره کړي اودپاکستان په نسبت بدبينۍ او بې باورۍ له منځه لاړ شي. ځکه د دواړو هيوادونوخلک سيمه ئيز ثبات او سوله داقتصادي  ودې او د ځان او دخپلو بچيانو د سوکالۍ اونيکمرغۍ عامل بولي. دوى د سياسي پوهې او منطق په رعايتولو باندې ټينګارکوي او غواړي چې د سيمې ټول هيوادونه شته واقعيتونه په پام کې ونيسي او د سيمه ئيز ثبات او امنيت لپاره کار وکړي.
پاکستان ته د جمهور رييس کرزي د وروستى سفر پايلې به دا وي چې  پاکستاني مقامات په واقعيتونو زياته ډډه ولګوي او داسې لاره دې غوره کړي چې د دواړو هيوادونو د ملتونوګټې پکې وي او په پاى کې د دواړو هيوادونوحکومتونه د شته ستونزو د بشپړ حل کولو په لاره کې يوګډ دريځ غوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته