امنیت

په بغلان کې دنرس قابلګۍ له کورس څخه دشلوتنو نجونوفراغت.

کابل باختر دلړم ديرشمه :
په بغلان ولايت کې دنرس قابلګۍ دښوونځي له شپږمې دورې څخه نن شل تنه نجونې قارغې شوې .
په دې ښوونځي کې چې په بغلان کې دنرس قابلو لومړنى روزنيز مرکز دى ددغه ولايت له مرکز او پنځلس ګونو ولسو اليو څخه شلو تنو نجو نو ګډون کړى و.
ددغونرس قابلو دروزنې چارې  دآغاخان دپرمختيايي بنسټ اودکاناډاهيواد په مالي مرسته ددووکلونو لپاره ترسره شوي دي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيارياست دمطبوعاتو مسوول ډاکترشامحمد هوفياني دباختر آژانس خبريال ته وويل : ددغه ښوونځي له پنځو پخواينو دورو څخه چې دميندواودنويو زيږيدلو ماشومانو دمړينې په مخينوي کې ځانګړى  – ارزښت لري ټول ١٠٧ تنه نجونې چې دبغلان ولايت دمرکزپه ګډون ددغه ولايت په ولسواليو پورې  اړه لرلې فارغې شوې دي .
هوفياني زياته کړه چې دجامعې  دنرس قابلګى ښوونځي په ګډون دنرس قابلو دروزنيز مرکز او دغه راز دوزيراودرمان دروغيتايي انستيتونو په جوړيدوسره د
تير وڅوارلسو کلونو پرخلاف دنرس قابلو دروزنې اوپالنې په باب اوس داسې کلينيک نه پيژنو چې فعاليت يې دنرس قابلوله شتون پرته ترسره شي په داسې حال کې چې ١٤ کاله مخکې دنرس قابلو کمښت او نشتوالى په روغتيايي مرکزونوکې مهمې او اساسي ستونزې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته