اقتصاد

د کابل – باکو هوايي دهليز پرانيستل شو

کابل/ دتلې ٢٠مه / باختر
د کابل – باکو هوايي دهليز چې د افغانستان صادراتي مالونه د هوا له لارې آذربايجان ته لېږدو؛ ددغه هېواد په باکو ښارکې د دغه دهليز له لارې د لومړنۍ الوتنې په کښيناستلو سره پرانيستل شو.
باختر آژانس د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په لومړنۍ  الوتنه کې د لاسي صنايعو، غاليو، وچه او تازه ميوو او د زعفرانو په ګډون د افغان  سوداګرو ٤ اعشاريه ٣ مټريک ټنه صادراتي توکي آذربايجان ته لېږدول شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي: د کابل – باکو د هوايي دهليز په پرانيستلو سره همدا اوس د هېواد  د سوداګرو صادراتي توکي په لنډ وخت کې آذربايجان ته لېږدول کېږي او د دغه هېواد په بازارونوکې پلورل کېږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته