ټولنه

په قندهارکې سلګونو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر
په قندهارکې پر ٤٠٠ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د قندهار د رسنیو دفتر د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغو مرستوکې وریجې، اوړه، غوړي، دالنخود او مالګه شامله ده چې د نړۍ د خوړو سازمان پر ٤٠٠ اړو کورنیو ووېشلې.
زیاتره دغه کورنۍ په ارغنداب او پنجوایي ولسوالیوکې ژوند کوي.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته