اقتصادTOP

دولتي کارکوونکو ته د رهني پور ورکولو بهير د آسانولو تفاهم ليک لاسليک شو

کابل / د غبرګولي١٣مه / باختر
دولتي کارکوونکو ته د رهني پور ورکولو بهير د آسانولو تفاهم ليک پرون د ماليې وزارت ، د بانکونو د اتحاديې او د افغانستان بانک ترمنح لاسليک شو.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د هېواد د مالي ثبات د کمېټې پنځمه غونډه پرون د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي، د ماليې وزارت د سرپرست خالد پاينده او د کمېټې د نورو غړو په ګډون جوړه شوه .
د افغانستان د بانکي څارنې د آمريت کارکوونکو د هېواد د مالي برخې رپوټ چې د شمېرونو له مخې، د هېواد د مالي بنسټونو حالت، فعاليتونه او اجراات په کې شامل دي غونډې ته وړاندې کړ.
په رپوټ کې ويل شوي دي د کرونا ويروس له خپرېدو سره سره چې د نړۍ ټول هېوادونه په تېره بيا لږ پرمختللي هېوادونه زيات زيانمن کړي دي د افغانستان مالي برخه په ښه حالت کې ده او لازم ثبات او ټينګښت څخه برخمنه ده.
د ماليې وزارت سرپرست خالد پاينده په دې غونډۀ کې وويل چې مالي ثبات په هېواد کې د مالي او بانکي نظام د سلامتيا او ټينګښت په مانا ده.
هغه د يو سالم ټيم او د اعتبار وړ مالي نظام د لرلو لپاره د مالي ثبات د کمېټې رول اغيزمن وباله.
دغونډې په پاى کې د دولت کارکوونکو ته د رهني پور ورکولو بهير د آسانولو تفاهم ليک د ماليې د وزارت ، د بانکونو د اتحاديې او د افغانستان بانک ترمنځ لاسليک شو.
د ياودنې وړ ده چې د افغانستان د مالي ثبات کمېټه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د فرمان له مخې جوړه شوې ده او دنده يې د هېواد د مالي ثبات ساتنه او ټينګښت دى.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته