سیاست

جګپوړو دولتي مقاماتوله سرور دانش سره وکتل .

کابل باختردتلې دمياشتې    ١٥ :
جګپوړو دولتي مقاماتو ، دپوهنتونونو يوشمير استادانو ، دمدني بنسټونو او دوګړنيو شوراګانومسوولينواوغړو اودخلکوبيلابيلو قشرونو د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانون پوه سرور دانش سره  وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دحج اواوقافو وزارت دمشرتابه هيئت ، دافغانستان دراتلوونکې جوړونکو دغږدشورامسوولينو او غړو، دافغانستان دقومونو دپيوستون دملي ټولنې چارواکو ،  دغرجستان دطبي ټولنې غړو ،دپوهنتونونو يوشمير استادانو اوپه کابل کې دفارياب  دوګړني شورا مسوولينو او غړو دجمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره  په جلا جلا توګه وکتل .
دکتنې برخه والو دبدلون اودوام  دانتخاباتي ټيم  دبرياليتوب ،دملي وحدت دحکومت دجوړيدو اودجمهوري رياست  دمرستيال په توګه  دده دټاکل کيدو له امله  دجمهوري رياست دويم مرستيال ته مبارکي وويله  اود جمهوري رياست ددويم مرستيال په توګه دده انتخاب يې  غوره اوپرځاى  انتخاب وباله او هيله يې وکړه چې نوي حکومت وکولي شي دعدالت دتامينولو ،  ددولتي ادارو په جوړښت کې دخلکو دمشارکت اودخدمتونودوړاندې کولو په برخه کې  دهيوادوالو  دهيلو اوغوښتنو په ترسره کولوکې  له پخوا زيات  په برياليتوب سره  ګام واخلي .
دکتنې برخه والو  دنوي حکومت  وروستي اقدامات  له هيلو ډک وبلل او ډاډ يې ورکړ چې دافغانستان خلک به په غوڅه توګه  دنوي حکومت  ملاتړوکړي .
دوى خلکوته دخدمت  اوپه هيوادکې  دثبات دتامينولو په لاره کې  دنوي حکومت  دلازياتوبرياليتوبونو هيله وکړه او د حکومتوالي ، اصلاحاتو ،دامنيت دتامينولو ، له فساد سره دمبارزې  اودملي وحدت  د ټينګښت په برخه کې يې دافغانستان له خلکو سره  د شويو ژمنو په تحقق باندې  ټينګار وکړ.
  په مقابل کې  دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه  سروردانش برخه والو ته  دښه راغلاست دويلو اودارادت دڅرګندولو له امله دقدرداني په ترڅ کې دانتخاباتو په ترسره کولو کې  دافغانستان دخلکوونډه او دملي وحدت  دحکومت په جوړولوکې په افغانستان کې په ثبات او پرمختګ دلاسبري په لاره کې د ډله ئيزو هڅو نتيجه وبلله اوڅرګنده يې کړه چې دنوي حکومت  دمشرتابه هيئت به  په جديت سره  داصلاحي پروګرامونو په تطبيقولو باندې عمل  وکړي .
  دجمهور رييس مرستيال  له فساد سره مبارزه ، دامنيت تامينول ،  اقتصادي پرمختيا ، ښه حکومتوالي او هيوادوالو ته  دخدمتونو ترسره کول دملي وحدت دحکومت  اساسي لومړيتوبونه وبلل اوټينګار يې وکړ چې نوي حکومت به دخلکو دبيلابيلو قشرونو دنظريو د ترلاسه کولو په کاري  چلند سره  دستونزو دلرې کولو او دهيوادوالو دغوښتنو اوهيلو په ترسره کولو اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته