سیاست

دمشرانوجرګې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د غبرګولي  نولسمه
یو شمېر اړوندو حکومتي چارواکو نن په يوه غونډه کې د افغانۍ د ارزښت د کمښت، د بندرونو له لارې د بهرنیو اسعارو د قاچاقو او په سرحدي ولایتونو کې په کلدارو او تومنو د راکړې ورکړې په برخو کې د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه چې د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمدعلم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوې وه، له یادو چارواکو څخه د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په استازیتوب سناتورمحمد عظیم قویاش او نورو غړو یو لړ پوښتنې مطرح کړې.
ورپسې د افغانستان بانک لوي رئیس خلیل صدیق وویل، د کورنیو تولیداتو او د سوداګرۍ بیلانس کچه د پيسو د ارزښت په لوړېدو او ټیټیدو کې د دوو عمده عواملو په شان اساسي رول لري چې د رسمي شمېرنو پر بنسټ د افغانستان د وارداتو کچه د صادراتو په نسبت څوبرابره لوړه ده او د نورو سیاسی او امنیتی عواملو تر څنګ ذکر شوي موارد د افغانۍ د ارزښت د بی ثباتۍ عوامل ګرځي او که چېرې بازار ته د ډالر د پلور او نورو اقداماتو په برخه کې د افغانستان بانک توپيرونه نه وی، افغانۍ به لا خپل ارزښت له لاسه ورکړې وای.
نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د ګران بیه سندونو په پلورلو سره، مرکزي بانک د یو میلیارد زیات ډالر په بازاز کې پلورلي دي او نهه اتیا میلیارده افغانۍ یې راټولې کړي دي چې اوس د پيسو د کنټرول تورم( انفلاسیون) د سیمې د هېوادونو په کچه په ښه حالت کې ځای لري.
د مرکزي بانک رئیس وویل، شاوخوا څلویښت سلنه واردات د ایران او پاکستان له هېوادونو ترسره کیږي چې په یادو هېوادونو کې هر مثبت او منفي اقدام د افغانستان د کالیو په بیو او اقتصاد کې مستقیمه اغیزه پرې باسي، د دې تر څنګ میلیاردونه ډالر چې د سوداګرۍ په موخه دې هېواد ته واردیږي د حواله جاتو او فزیکي انتقال پر بنسټ ترسره کیږي، ځکه په ایران باندې د وضع شویو تعزیراتو او په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو پر بنسټ دغه پیسې د بانکونو له لارې نه شي راتلای.
نوموړي وویل، د ملي امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ باید د سرحدي منسوبینو او ګمرکونو کاري پرسونل کې پراخ بدلونونه رامنځته شي او د اسعارو د خروج مقرره په کې د تعدیل په اړه هم کار جریان لري چې دغه عمل به د افغانستان بانک لاسونه خلاص کړي تر څو له هېواده بهر د پيسو د انتقال اندازه د اقتصادي وضعیت او نورو مسایلو له مخې مشخص شي.
ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالله رقیبی د پولو خلاصوالې او نه کنټرول د ډالرو د قاچاق لوې عامل وباله او په بندرونو او ګمرکونو کې یې د سکنرونو، امنیتي کمرو د لګېدو، د تلو د برېښنایی کېدو او د موندنې سیستم د فعالیدو له پاره د هڅو څخه یې یادونه وکړه.
نوموړي د ګمرکونو د کارکوونکوپه استخدام کې د زورواکو کسانو د لاسوهنو څخه د اندېښنې تر څنګ وویل، داسی کړنلاره تر کار لاندې ده چې د کارکوونکو د استخدام بهیر د آزادي سیالۍ له لارې ترسره او په راتلونکې کې د مسلکي اشخاصو د جذب په موخه د ګمرکونو پوهنځى رامنځته شي.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت دلوې ریاست استازو د دوو میلیونو ډالرو د قاچاق څخه د مخنیوی په ګډون د خپلو یو لړ اقداماتو څخه یادونه وکړه چې دغه اقدامات د مجلس د غړو له خوا په سیمه کې د اقتصادي، امنیتی، سیاسی او استخباراتي فعالیتونو له مخې ناکافي وګڼل شول او د هویت د خوندیتوب په توګه د ملي پيسو د لاښه ثبات په برخه کې د جدي او لازموتدبيرونو غوښتونکې شول.
په آزادو بحثونو کې د مجلس رئیس او غړو د غزني په ولایت کې د دفاعي او امنیتی ځواکونو د لاسته راوړنو او د نيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت له امله قدرداني څرګنده کړه او د هېواد د امنیتی ځواکونو د اتلولیو څخه د ملاتړ تر څنګ ټینګار وشو، چې اړوند چارواکي دې د بدخشان، تخار او غورد ولایتونو د امنیتی وضعیت د ښه والي او د ارزګان ولایت د پولیسو وضعیت ته لازمه پاملرنه وکړي.
په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د روژې په مبارکه میاشت کې د چاودنو او ځانمرګو پېښو او په ځانګړي توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکو د تلفاتو په اړه اندېښه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ملکي افرادو تلفات په داسی حال کې ترسره کیږي چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو اترو اووم پړاو پیل کړې او خلک په دې باور دي چې د داعش او طالب منفوره ډلې سولې باندې باور نه لري او د ملکي خلکو او ویرې خپرولو به کوښښ کې دي چې باید له دوې سره جدي چلند وشي او د سعودي عربستان په ګډون هغه هېوادونه چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل نه دې منځګړتوب ته راکش کړای شي.
په آزادو بحثونو کې همدا راز د هلمند ولایت د ورخام مرمرینو ډبرو د راویستو او قاچاق څخه اندېښنه څرګنده شوه او وویل شول چې دغه کان د طالبانو ډلې تر ولکې لاندې دې او د ایران او پاکستان هېوادونو جوړ پرمختللو وسایلو په واسطه استخراج او هېوادونو ته لیږل کیږي چې باید حکومت د دغه کان د استخراج او غلاو مخه ونیسي.
د سلما بند د ساتنې کنډک د قوماندان فواد اندرابي شهادت، د غور ولایت دولت یار ولسوالۍ کې د وګړنیزو پاڅونوالو تلفات، دغزني په ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترسره کيدو کې د رامنځته شویو ستونزو څخه اندېښنې او د غزني ولایت په امنو سیمو کې دانتخاباتي مرکزونو د تړلو څخه د یاد ولایت د خلکو اندېښنې، د بغلان برکه ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې ځان وژنه، د جمهوری ریاست د انتخاباتو د رای ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتي موضوع، د هېواد د فوټبال د ملي ټیم د وروستیو لاسته راوړنو او ځینو نورو مسایلو اړوند موضوعګانې مطرح شوې.
د بحثونو په جمع بندۍ کې د جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د نوم لیکنې د ثبت په تقویتي بهیر د ټینګار تر څنګ وویل، اړتیا ده چې د انتخاباتي کمېسیونونو د باور د ترلاسه کولو له پاره د بایومتریک سیستم په فعاله توګه اجرا ته وړاندې شي او د تیرو سرغړونو او تقلباتو څخه مخنیوی وشي او زیاته یې کړه چې حکومت او د انتخاباتو کمېسیون اړ دي چې په غزني ولایت کې په رښتینی توګه انتخابات ترسره کړي او عدالت تامین کړي تر څو انتخاباتوکې په شرایطو برابر کسان بی برخي نه شي.
ایزدیار د مشرانو جرګې اړوندو کمېسیونونو ته د ځینو مسایلو د لیږد تر څنګ، د ترهګرو ډلو له خوا د ملکي کسانو تلفات وغندل او یاد عمل یې د بشریت پر وړاندې جنایت وباله او څرګنده یې کړه چې هیڅوک حق نه لري د دې خاورې دښمنان چې تل د بی ګناه وګړو وینې تویوي، له بنده خوشی کړي او ډاډ یې ورکړ چې په غور ولایت کې د وګړنیز پاڅون د تلفاتو موضوع دې د اړوندو ارګانونو له خوا وڅېړل شي.
د جرګې لومړي نایب د امنیتی او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او د ترهګریزو بریدونو په شنډولو کې د کشفی او استخباراتي ارګانونو د کمزورتیا تر څنګ وویل، د مشرانو جرګې څخه پلاوی ګمارل شوې چې د میړني او اتل قوماندان فواد اندرابي د شهادت د علل او عواملو څرنګوالې وڅيړي او رپوټ یې مجلس ته وړاندې کړي تر څو پر بنسټ یې لازمې پرېکړې وشي.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته