سیاست

دکابل ولايت قضايي او عدلي مسوولينو لومړي ګډه غونډه دکابل دوالي په مشرۍ جوړه شوه .

دهمغږي او دچارو دلاښه سمون په موخه دعدلي او قضايي ارګانونو په دې غونډه کې دکابل  دوالي په ګډون سربيره  دکابل ولايت داستيناف  محکمو رييس ، د افغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون رييس سيماثمر  ، دڅارنوالي  رييس ،د  ١٠١ اسمايي زون  قوماندان ، دکابل   ولايت دملي امنيت رييس ، ولايتي  شورا رييس او دټولو محکمو او څارنواليو رييسانو او دعدلي ارګانونو مشرانو برخه درلوده .

  غونډې ته کابل والي احمدالله عليزي په خپلو خبرو کې وويل چې نن دوياړ ځاى دى چې په لومړي ځل  موږ دچارو دلاښه سمون ،  په خپل وخت دخلکو د ستونزو جلبول او اداري فساد په وړاندي د ټينګي  مبارزې په موخه د همغږي  ننني  غونډه جوړه کړه ،ده زياته کړه چې دکابل ولايت  نيکنامي  ددې ولايت د ټولو اړونده ادارو نيکنامي  ده او بايد د ولسونو د ستونزو دحل په موخه  هغه څه چې لازم وي وګړو .

 دکابل ولايت داستيناف محکمو رييس  صديق  الله حقيق  هم  دهمغږي د  غونډې په جوړيدو خوښي وښوده  اوزياته يې کړه چې ددغسې غونډو  په جوړيدو به وکولاي  شو چې شته  ستونزي په ګد همکاري  سره حل کړو .

  غونډې ته په وينا کې د ١٠١  اسمايي  زون قوماندان لوى پاسوال محمد ايوب  سالنګي ، دکابل ولايت دڅارنوالي رييس  سيد شريف اغا ،  دافغانستان دبشر  دحقوقو رييس سيما ثمر ، دکابل دولايتي شورا رييس الحاج نثارالدين  بريالي او نورو ګډون والو دکابل ولايت دعدلي او قضايي ارګانونو دهمغږي  دغونډې په جوړيدو خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه چې دچارو دلاسمون او اداري فساد پر وړاندي دمبارزې  په موخه په هغه څه چې لازم وي ترسره کوي .

 دغونډې په پاى کې ژمنه وشوه چې په عدلي او قضايي ارګانونوکې به  دلاښي همغږي ، داداري فساد پر وړاندي دمبارزې او د قضيو  په خپل وخت دحل  په موخه به دهمغږي دغه غونډې په هره مياشت کې جوړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته