امنیت

په روزګان کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول

دترينکوټ ښار باختر دزمري دمياشتې٢١نيټه :     
اته تنه وسله وال ډار اچوونکي په روزګان ولايت کې د هوايي بريد په بهيرکې  ووژل شول.
په دغو  وسله  والو ډار اچوونکو  نن سهار  د روزګان ولايت  په دهراوود ولسوالۍ کې بريد وشو .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې اته تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه ډار اچوونکي کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، پرې بريد وشو.
ديوبل خبرله مخې: په روزګان ولايت کې د يولړچاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار د روزګان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف اوشنډکړل.
تر اوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستی خو سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو مسوول بولي  .
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته