امنیت

يوه اندازه وسلې ترلاسه شوې

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
امنيتي ځواکونو د ننګرهار ولايت د نازيانو په ولسوالۍ کې په جنګي وسايلو بار يو موټر کشف او ترلاسه کړ.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانوله شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ په مربوطاتوکې عمليات ترسره کړل چې له امله يې  په جنګي وسايلو بار يو موټر کشف شو .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د موټر چلوونکى د شپې له تورتم څخه په استفادې تښتيدلى دى او د دغې قضيې د عاملينو د نيولو لپاره د پوليسو هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته