روغتیا

لس ټنه غيرمجاز او بي کيفيته درمل ضبط شول .

کابلباختر دچنګاښ ٧ مـــــــــه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عامې رو غتيا وزيرې  ډاکترې ثريا دليل نن په يو خبري  کنفرانس کې دنږدي لسو ټنو غيرمجاز او بي کيفيته درملو دکشف او ضبط خبر ورکړ .

دباختراژانس دخبر له مخې، ډا کترې دليل دغه راز په دى خبري کنفرانس کې زيا ته کړه چې دعا مې رو غتيا وزارت دپخوانيو فعاليتو نو په لړ کې د ملي امنيت د اداري په همکارۍ دا ځلي څلور سوه کارتنه غير مجاز او بي کيفيته درمل چې ټول نږدي لس ټنه کيږي د کابل ښار د بينى حصار په سا حه کې کشف او ضبط کړي دي.

په دغو درملو کې ١٤٥ قلمه غيرمجاز ، تيرتاريخ او بي کيفيته درمل شته چې عاملين يې لوى څارنوالى ته ورپيژندل شوي دي.

دغيرمجازو او بي کيفيته درملو واردول اوقاچاق د عا مې روغتيا وزارت په وړاندى يوه ستره ستو نزه د ه چې زيا تره دغه درمل دغيررسمى بندرونو له لارې هيواد ته وارد او بازارته وړا ندى کيږي .

د تيرکال په بهير کې نږدي څلور سوه اوولس ټنه بي کيفيته درمل راټول او له منځه وړل شوي دي .

دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل ددرملتونونو اودرملو د واردوونکو اوتوليد وونکوشرکتو نو له ټولو مسو لينو څخه وغوښتل چې دهيوادروغتيا يي قوا نين رعايت کړي او خپل فعاليتونه دى ددغو قوا نينو په رڼا کې تنظيم کړي.

ډاکترې دليل زياته کړه چې دعا مې روغتيا وزارت له اړوندو ادارو سره په همغږى کې هڅه اوها ند کوى چې دبي کيفيته او تيرتاريخ درملو له واردولو اوتوليد او په خلکو دهغودپلورنې مخه ونيسى او په دې لاره کې د خلکو اوددرملو دتوليد او واردولو دشرکتونو دمسولينو همکاري ته اړتيا ده.

دعامې روغتيا وزارت ددرملو دتحليل اوتجزيې په خا طر غواړي چې ددغه وزارت دتجزيې او تحليل ديپارتمنت لوړکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته