ورزش

دهيواد دموتاي ورزشکارانو دسرو زرو مډالونه ترلاسه کړل .

کابل باختر دوږي لومړي :
دافغانستان دموتاي  ملي ټيم په تايلند کې  داتلوالۍ په نړيوالو سياليو کې  دسرو زرو درې مډالونه او دسپينو زرو يو مډال ترلاسه کړ .
دبدنې روزنې او سپورت درياست  دموتاي فدراسيون رييس  امير حسين حسيني  نن دباختر اژانس خبريال ته وويل  ابراهيم حيدري  داته څلويښت کيلوګرامو  په وزن کې ، عبدالله اميري ديوپنځوسو کيلوګرامو په وزن کې او جواد غلجايي ددرې شپتو اعشاريه پنځو کيلوګرامه په وزن کې  دموتاي  داتلوالي  په نړيوالو سياليو کې  چې په تايلند کې ترسره شوې دسروزرو درې مډالونه او دسپينو زرو يو مډال ترلاسه کړل .
  دغه راز محمد يوسف  جهانګير په وروستي لوبه کې په  کم توپير سره دخپل فرانسوي سيال په وړاندې  لوبه  وبايله او ددغوسياليو دسپينو زرو مډال يې ترلاسه کړ .
ديادونې وړ ده چې دنړۍ دموتاي  داتلوالي سيالۍ له سلو هيوادونو څخه  ديو زرو پنځه سوه تنو لوبغالي په ګډون  په تايلند کې ترسره شوې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته