امنیت

هغه درې تنه يرغلګر چې په کابل کې په يوه ميلمستون بريد کړى و وځپل شول

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
دکابل دپوليسو يوه مقام اعلام وکړ  دهغو دريو تنو يرغلګرو دځپلو لپاره دامنيتي ځواکونو عمليات چې دکابل دنوي ښار په ساحه کې په يوه ميلمستون کې پټ شوي و دهغوى په وژل کيدو سره پاى ته ورسيدل .
دباختر اژانس دخبر له مخې،  دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحفيفاتو رييس فريدون عبيدي چې دپيښې په ځاى کې  يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې څرګنده کړه  هغه درې واړه يرغلګر چې دپاملرنې  موسسې په ميلمستون يې بريد کړى و  ، وژل شوي دي او ځانګړي پوليس دساحې دپاکولو په حال کې دي .
عبيدي وويل چې تروريستانو دتيرې شپې د ١١ بجو  په شاوخوا کې په يوه موټر کې دبار شويو بمونو په  چولو سره ميلمستون  ته دننوتو لپاره خپله لاره  پرانستله  خو په دې بريالي نه شول چې خپلو کرغيړنو موخو ته ورسيږي .
ده وويل   دپوليسو غبرګون ډير  چټګ و او په ډير لنډ وخت کې دلسو تنو بهرنيانو په ګډون هغه  ٤٢ تنه چې په دې ميلمستون کې استوګنه لرله دپوليسو له خواوژغورل شول اوخوندي ځاى ته وليږدول شول.    عبيدي   زياته کړه چې ددغې پيښې  څرنګوالي تر څيړنې لاندې دى .
  ده په سيمه کې يوشمير کړۍ  ددغه بريد طراحان وبلل او دپاکستان استخباراتي سازمان ته يې اشاره وکړه .
ده څرګنده کړه چې په ساحه کې دعملياتوپه بهير کې  درې تنه يرغلګر ووژل شول او شپږ تنه ملکيان ټپيان شول چې ټپونه يې برسيرن دي خو ځينو خبري سرچينو په دې پيښه کې ديوه ملکي سړى  دوژل کيدو خبره کړې ده
پيښه دتيرې شپې د ١١ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه او يرغلګرو په همدې شيبه کې له امنيتي ځواکونو سره  په نښتې  لاس پورې کړ .
داچې ولې ددغې پيښې دکنترولولو عملياتو زيات وخت ونيوه ، جنرال عبيدي وايي چې پيښه داستوګنې په يوه سيمه کې رامنځته شوه او امنيتي ځواکونه دې ته اړ وو  چې په احتياط سره عمل وکړي .
سره له دې چې  دکابل دپوليسو دغه مسوول په ډار اچوونکو دبرياليتوب خبره کوي خو دپايتخت اوسيدونکي دپوليسو دمسوولينو دنه اغيزمنتوب خبرې کوي او دتروريستي او جنايي پيښو دزياتوالي په نسبت  انديښنه څرګندوي  او دکابل په امنيتي پروګرامونو کې بيا کتنه غواړي .
ديادونې وړ ده  په هغو دوو پرله پسې  ځانمرګو بريدونوکې  دمرادخانيو په ساحه کې ترسره شول د ملي اردو ديوه جنرال اودکابل ښار ددويمې  امنيتي دحوزې  دآمر په ګډون زموږ ٣٠ تنه هېواد وال شهيدان شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په همدې ورځ درې تنه تروريستان چې دځانمرګو بريدونو دترسره کولو لپاره له پاکستان څخه کابل ته راغلي  و دکابل ښار دشيرپور په ساحه کې ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته