کابل باختر دتلي ديرشمه :
دوزارتونو او دخپلواکو دولتي ادارو د جندر دواحدونو دمسوولينو د فعاليتونو دهمغږى غونډه چې نن جوړه شوه دښځو دچارو وزارت دپاليسي او مسلکي معينې ميرمن سپوږمى وردګ وويل : چې په انتخاباتو کې دښځو پراخ ګډون دستاينې وړ دى .
ددغې غونډې هدف دښځو او نارينه و دحقوقو دبرابروالي دپراختيا په مقصد دجندر دمسوولينو د فعاليتونو دتجربو او همغږى تامينول و .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دښځو دچارو وزارت دپاليسي او مسلکي معينې په غونډه کې د جندر دواحدونو له امرينو څخه دقدردانى په ترڅ کې وويل چې انتخابات ددموکراسۍ يوه مهمه مولفه ده .
پهبريالي توب سره دانتخاباتو ترسره کيدل اوپه دې ووګړنى او دموکراتيک بهير کې دښځو پراخ دستاينې وړ دى .
دغه راز ميرمن وردګ دوزارتونو او دخپلواکو دولتي ادارو دجندر دواحدونو له مسوولينو څخه وغوښتل چې دادارو دپاليسيو او ستراتيژيو دتدوينولو په غونډو کې فعال ګډون وکړي او د دولتي مامورينو او ددولتي کارکوونکو د استخدام په کميټو کې دښځو دسمبوليک ګډون انتقاد وکړ .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون درپوټ له مخې ، دولسي جرګې دانتخاباتو دراى ورکوونکو په سلو کې درې ديرش ښځې وې .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل