اقتصاد

په هرات کې د وارداتي مالونو د قاچاقو د مخنيوي په خاطر هلې ځلې

کابل باختر د وږي دمياشتې ٢١
د هرات والي په لويو لاروکې ټولو امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه، له هغو کسانو سره چې قاچاق کوي؛ جدي چلند وکړي.
له غير رسمي بندرونوڅخه د قاچاقو په ډول د اساسي مالونو د واردولو په باب د ملي سوداګرو د شکايتونو له زياتوالي وروسته سيد فضل الله وحيدي د سرحدي او امنيتي پوليسو ته په ټينګار سره لارښوونه کړې ده چې د قاچاقي مالونو د ليږدونې او ځاى پرځاى کولو مخه ونيسي.
سره له دې چې ويل کيږي يو شمېر سرشناسه خلک په دوامدار ډول د مالونو په قاچاق لاس پورې کوي؛ خو د سيمه ييزې ادارې مسوولين ټينګار کوي چې په دې باب جدي دي او هيچاته به اجازه ورنه کړي.
د هرات والي د کلاته نظر له کلي څخه د هرات ښارته د زياتو قاچاقي مالونو د ليږدونې ته په اشارى سره وويل: په هغه صورت کې چې په لويو لاروکې ميشت امنيتي ځواکونه په خپلو دندوکې جدي وي؛ دقاچاقي مالونو مخه نيول کيږي .
له بله پلوه دهرات دګمرک رييس احمد تميم کاکړ هم د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې ددغه رياست دعوايدو کمښت اصلي عامل د کوچينو سرحدي بازارونو شتون بولي او وايي: هره ورځ يوه زياته اندازه قاچاقي مالونه د هرات ښارته راوړل کيږي.
له دې سره جوخت ملي سوداګر او د مالونو واردونکي هم وايي چې د قاچاقي مالونو کيفيت ټيت دى او زياتوي: هغه مالونه چې په سرحدي بازارونو کې  له پولې اخوا څخه پيرودل کيږي؛ ستندرد کيفيت نه لري.
ويل کيږي دلالان د بې کيفيته قاچاقي مالونو له پلوه هره ورځ په سلګونه زره افغانۍ ګټه اخلي چې دغه کار د هرات د ګمرک د عوايدو د کمښت سبب شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته