امنیت

يوماشوم په دايکندي ولايت کې دترافيکي پيښې له امله ووژل شو .

کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
په دايکندي ولايت کې دافغاني سرې مياشتې  دنمايندګۍ  درييس دسپرلۍ  موټر دګړنديتوب له امله پرون يو ماشوم ووژل شو .
ددايکندي ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو آمر درمحمدحسني دباختراژانس خبريال ته وويل پرون مازيګر دپنځو بجو په شاوخوا په دغه ولايت کې دسرې مياشتې دنمايندګۍ  درييس دسپرلۍ  موټر په نيلي ښار کې په زيات ګړنديتوب سره له يو فرعي سړک  څخه تيريده چې له يوه  څلور کلنه نجلۍ  يې ووهله او  ويې وژله .
خبرځاى زياته کړه دافغاني سرې مياشتې دنمايندګۍ رييس دپوليسو له خوا نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته