امنیت

په تخار کې له يوه اندازه نشه يي توکوسره ددوو ښځو او يوه نارينه و نيول کيدل

کابل باختر دوري څلور ويشتمه درې تنه په تخار ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول نيول شوي کسان چې دوه ښځې او يونارينه دي پرون غوښتل ٧ کيلوګرامه هيروئين له بدخشان ولايت څخه تخار ولايت ته اوله هغه ځاى څخه يو نامعلوم ځاى ته قاچاق کړي چې دتالقانو ښار ته څيرمه ونيول شول . دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير باختراژانس ته وويل چې نيول شوي کسان دغه نشه يي توکي په مهارت سره په يوکرولا موټر کې ځاى پرځاى کړي و . نيول شوي کسان په لومړى تحقيقاتو کې دنشه يي توکو دڅو موردو په قاچاقو اعتراف کړى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته