امنیت

په ننګرهار کې د بم دچاودنې له امله درې تنه ورزشکاران ټپيان شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
په ننګرهار ولايت کې دبم دچاودنې له امله درې تنه ورزشکاران ټپيان شول دغه پيښه نن سهار دجلال آباد ښار دبهسودو پله ته څيرمه په يو تفريحي پارک کې هغه وخت رامنځته شوه چې ځوانان په سهارني ورزش بوخت و.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل په دې چاودنه کې درې تنه ورزشکاران ټپيان شول.
ده تاييد کړه چې دغه بم دبهسودو پله ته څيرمه په تفريحي پارک کې ځاى پرځاى شوى و.
په همدې حال کې دننګرهار په يو روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي بللى دى .
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى خو سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته