ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي دخواشينۍ او ډاډ ګيرنۍ پيغام.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي دخواشينۍ او ډاډ ګيرنۍ پيغام.
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چې د غزني ولايت دمعارف يو پخوانۍ خدمتګار
او قومي مشر عبدالوهاب خان اندړ  د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فانى نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انا لله وانااليه راجعون
ارواښاد عبدالوهاب اندړ، په معارف کې دخدمت له لارې دوطن دبچيانو په  روزنه کې برخه  اخيستې وه او په  وروستيو کې د قومي مشر په توګه دخلکو خدمتګار و د ده مړينه يوه  ضاييعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ دوستانو او دغزني ولايت خلکو ته وړاندې کوم .
الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته