ټولنه

په خوست کې د سلګونوجريبه ځمکې د اړتيا وړ اوبه تامينې شوې

کابل /د وري ١٢مه /باختر
په خوست کې د اوبو لګولو يو کانال په جوړولو سره د سلګونه جريبه ځمکې د اړتيا وړ اوبه تامينې شوې.
دغه کانال د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې د يو ميليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت د خوست ښار په نورزي کلي کې جوړشوى دى.
د خوست د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه کانال په جوړولو سره د څلور سوه جريبه ځمکې لپاره اوبه تامينې شوې.
بزګران د دغه کانال له جوړولو خوشحاله دي او وايي چې د کافي اوبو شتون د دوى د کرکيلې د ښه والې سبب کېږي.
ختم-ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته