۱۰۰ ورځې

په غورکې د لارو تړلتياوو د انتخاباتي توکو په ليږدونه کې انديښنې پيدا کړي

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
د لارو د تړلتيا په علت انتخاباتي توکي د غور ولايت ولسواليو ته نه دي ليږدول شوي او دغه حالت د انتخاباتو خپلواک کميسيون او د سيمه ييزو مقاماتو د انديښنې سبب شوى دى. غور د غرنيو ولايتونو له جملې څخه دى او سختې لارې او نهه ولسوالۍ لري.
سيمه ييز مسوولين وايي چې له دولتيار ولسوالۍ پرته د دغه ولايت د نورو ولسواليو لارې د واورې د اورښتونو له امله له دريو اوونيو راپه دې خوا تړلې دي.
دغور والي سيد انور رحمتي وايي چې د لارو تړلتيا د انتخاباتي توکو په ليږدونه ، د انتخاباتي مرکزونو په پرانستلو او هم په انتخاباتوکې دغور دخلکو په ګډون کې ددغه ولايت مسوولين او د انتخاباتو دخپلواک کميسيون چارواکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د تړل شويو لارو د بيا پرانستلو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او که چيرې لارې تړلې پاتې شي؛ انتخاباتي توکي بايد د الوتکو په واسطه وليږدول شي او دولت په دې لاره کې اقدام وکړي .
رحمتي زياته کړه: ښايي آن په ځينو هغو سيموکې چې د موټرو د تګ راتګ لاره ونه لري؛ انتخاباتي توکي د څاريو په واسطه وليږدوو.
دغور ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس فضل الله جلال هم ددغه ولايت په ځينو سيموکې د لارو د تړلتيا له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دوى له سيمه ييزو مسوولينو سره د خبرو په حال کې دي چې د توکو د ليږدونې ستونزه دځمکې او يا د فضا له لارې حل شي.
جلال زياته کړه: که چيرې لارې تړلې پاتې شي؛ خلک د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې کيږي.
د غور ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاروشاه دلارو وويل چې امنيتي ځواکونه د امنيت د تامينولو په خاطر پرون ددغه ولايت شپږ ولسواليو ته واستول شول. خو لاتراوسه پورې د بند بايند په غاښى کې چې د غور ولايت مرکز ددغه ولايت له شپږو ولسواليو سره نښلوي، بند پاتې دي او نشي کولاى چې له دغه غاښى څخه چې غرنى سيمه ده او واوره پرې پرته ده؛ تيرشي.
ده زياته کړه: که چيرې دولت انتخاباتي توکي دالوتکو په واسطه ونه ليږدوي؛ ښايي په اتو ولسواليوکې انتخاباتي مرکزونه تړلي پاتې شي.
له بلې خوا د غور ولايت دمدني ټولنې يوه فعال محمدصادق صبا وويل: نولس مرکزونه د امنيتي ګواښونو په خاطر تړل شوي دي او يو شمېر نورهم که چيرې د واورې د شتون په خاطر وتړل شي؛ د غور ولايت زياتره خلک به د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې شي.
په غورکې د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون غړي عزيزالرحمن احمدي هم دغير مسوولو وسله والوکسانو د شتون له امله انديښنه څرګندوي او وايي چې دهمدغو کسانو شتون په دغه ولايت کې د رڼو انتخاباتو په ترسره کولوکې يوه بله ستونزه ده او دوى انديښنه لري چې دغه کسان به په انتخاباتوکې لاسوهنه وکړي او د انتخاباتو شفافيت به تر پوښتنې لاندې ونيسي.
سيمه ييز مسوولين وايي چې څه دپاسه شپږ زره پنځه سوه تنه غير مسوول وسله وال کسان او نږدې درې زره پنځه سوه تنه وسله وال طالبان ددغه ولايت په بېلابېلو سيموکې فعاليت کوي چې د امنيت د تامينولو او د قانون د تطبيق مخه نيسي.
د دوى دڅرګندونو له مخې: دغور ولايت په ټولو سيموکې د رايې ورکولو٢٤٠ مرکزونه شته چې پنځوس مرکزونه يې پخوا تړلي و او له دې جملې څخه د نولسو مرکزونو امنيت د امنيتي ځواکونو له خوا تامين شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته