سیاستخبرونهامنیت

امرالله صالح : د کابل په ګمرک کې فساد په لارښوونه حل نه شو زموږ اقداماتوته په تمه وي

٤٤- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
د جمهوري رياست لومړى مرستيال نن سهار په امنيتي غونډه کې وويل چې پوليسو يوه جعلکاره شبکه چې طالبانوته يې جعلي سندونه برابرول ، نيولې ده .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ امرالله صالح وويل جعلي سندونه په کابل او ولايتونوکې د قانون د ساتنې ټولو بنسټونو ته ښودل شوي دي چې متوجه واوسي .
دغه شبکې د موټر لايسنس ، جوازسير اوتذکرې جعلي کول.
د جمهوري رياست لومړى مرستيال د کابل د بګراميو په مربوطاتوکې د غلا څومواردو ته په اشارې سره وويل د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د غلا پېښې څېړل شوي دي.او پوليسو ته لازم امکانات برابر شوي دي چې قضيه له يوې اوونۍ څخه په لږه موده کې حل کړي.
صالح د کابل ګمرک قضيې ته په اشارې سره وويل له بده مرغه د کابل ګمرک نه يواځې چې اصلاح شوى نه دى بلکې د زيات فساد لپاره يې خپل کاري لارې چارې بدلې کړي دي
هغه خبردارى ورکړ چې له دې وروسته مسئله په لارښوونه نه حل کېږي. زموږ اقداماتو ته په تمه واوسي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې غونډه کې څرګنده کړه په تېرو ٢٤ ساعتو کې چې د داعش او د حقاني د شبکې شپږ تنه غړي نيول شوي دي له هغوى څخه تحقيق دوام لري د هغوى اعترافونه ډېر ژر خپرېږي. ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته