امنیت

په هلمندکې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل باختردسلواغي دولسمه :
په هلمند ولايت کې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د سنګين ولسوالۍ د ساروان قلعه په نامه سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې ملکي وګړي په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وختل .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې د هغې دعاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو سيمو او واټونوکې د ماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي؛ هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته