سیاست

جمهوررئیس غني: د زابل د مشرانو لاسته راوړنه او سوله ییز پیغام دې ټول افغانستان ته ورسېږي

کابلباختر د لړم د مياشتې٢٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د زابل ولایت له هغو مشرانو او استازو سره وکتل چې د سولې په برخه کې له ځانګړې لاسته راوړنې او پیغام سره راغلي وو،.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژاننس ته خبرورکړ.
په پیل کې د زابل ولایت د جرګې رئیس حاجي ملاخېل له خاک افغان ولسوالۍ څخه د وسله والو او داعشیانواېستلو ته په اشارې وویل، موږ غواړو چې دغه لړۍ ټول زابل او افغانستان ته وغځوو. هغه زیاته کړه، زابلیان ژمن دي او که ملاتړ یې وشي، نو د سولې دغه هڅې به ټول زابل او افغانستان ته پراخه کړي.
ده څرګنده کړه، د زابل د مشرانو د هڅو له برکته په خاک افغان ولسوالۍ کې د ناامنۍ ستونزه نشته، ډاکټران او واکسیناتوران له کوم ګواښ او خطر پرته خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
ملاخېل جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل: موږپه دې پوهېږو چې د اداري فساد، ناامنیو او د ګاونډیانو د مداخلې په ګډون تاسو ته ډېرې ستونزې په میراث درپاتې وې، مګر تاسو په ډېره ښه توګه مدیریت کړې او په دې برخه کې ستاسو هڅې، اقدامات او لاسته راوړنې د قدر وړ دي.
ورپسې د زابل ولایت د قومونو مشر عبدالولي د خبرو پرمهال وویل، د زابل اوسېدونکي له پخواڅخه د حکومت او ستاسو کلک ملاتړي وو، چې د دغو مشرانو نننی حضور یې څرګنده بېلګه ده. هغه زیاته کړه، د زابل د مرکز او ولسوالیو ټول مخور او مشران د سولې له عملي لاسته راوړنې سره تاسو ته راغلي دي او هغوی چې په نورو غونډو بوخت دي، هغه به کوم اغېز، ګټه او پایله ونه لري.
ده همدارنګه د زابل د ځوانانو د وزګارتیا، د برېښنا، کوچیانو او څړځایونو، د حاجیانو د ونډې او پوهنې ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه. هغوی په ټینګار سره وویل، زابلیان د حکومت او ستاسو د ملي او اقتصادي برنامو ټینګ ملاتړي دي.
د دغو ویناوالو د څرګندونو او غوښتنو له اورېدو وروسته جمهور رئیس هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو مبارکي وویله او همدارنګه یې له خاک افغان ولسوالۍ څخه د ترهګرو د شړلو او د سولې د تامین په برخه کې د زابل د مشرانو هڅې بېسارې وبللې.
جمهور رئیس غني وویل، موږ غواړو د زابل د مشرانو سوله ییز اقدام او پیغام ټول افغانستان ته ورسېږي او هغوی ته په ډاګه شي، کوم کار چې  ولسونه او مشران کولی شي، هغه  اغيزمن او عملي دی. هغه زیاته کړه، ستاسو دغه سوله ییز پیغام او هڅې به ټول زابل او افغانستان ته ورسېږي.
د هېواد جمهور رئیس د ازادۍ په برخه کې د میرویس نیکه او د هېواد د وحدت په برخه کې د احمدشاه بابا تدبیر ته په اشارې وویل، دا دواړه تدبیرونه باید سره یو ځای او سوله د ولس په غږ او اساسي پیغام بدله کړو. هغه د زابل مشرانو ته په خطاب کې وویل: تاسو په عظیم قوت او اتفاق راغلي یاست او موږ مو هرکلی کوو.
جمهور رئیس وویل: له پاکستان سره باید سولې ته ورسېږو او د دې لپاره مو کافي او لازم اقدامات کړي دي. موږ د پاکستان بربادي نه غواړو، خو نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې له موږ سره بد وکړي..هغه زیاته کړه، د دې لپاره وحدت پکار دی او په دې وخت کې دا خبرې کول چې زموږ لاره واضح نه ده، ناروا دي.
جمهور رئیس غني وویل، د اساسي قانون د حکم مطابق افغانان څوک له افغانیت نشي اېستلی او نه هم د افغانیت حق ورڅخه اخیستلی شي، د دې لپاره یو غږ او یوه اراده پکار ده. هغه زیاته کړه، افغانستان باید هوسا شي، پخوا به یې د تورخم او بولدک لارو په بندولو پر موږ فشار راوړ، مګر اوس د دغو لارو بندول کوم اغېز او نتیجه نه لري.
محمد اشرف غني وویل، د زابل د کاریزونو اساسي ارزونه شوې، راتلونکی کال به زابلیانو ته د حج لپاره ځانګړی ونډهورکړى شي، د کوچیانو ژوند او د څړځایونو خوندیتوب ته به پام وشي. ستاسو د غوښتنې په اساس په محلي اداره کې د بدلون حکم لاسلیک شوی او برېښنا هم له غزني څخه د زابل په لور غځېدونکې ده. هغه څرګنده کړه، د میرویس نیکه کلا باید ملي موزیم شي او په دې اړه مې لارښوونه کړې ده.
جمهور رئیس غني د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بېګ ته لارښوونه وکړه، چې دولسي تړون په پروګرام کې د زابل ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه له مسوولینو سره وغږېږي او په ټینګار یې وویل، داسې ولسوالان دې تعین شي چې د ولس غوښتنې او ژبه درک او له دوی سره ګډ کار وکړای شي.
جمهور رئیس وویل، د زابل له عالمانو سره په کتنه کې به د دوی اساسي ستونزې حل کړي او همدارنګه یې دپوهنې په وزارت کې راغلي بدلون ته په اشارې وویل، په نږدې راتلونکي کې به په دغه وزارت کې اساسي اصلاحات او بدلونونه راشي. هغه زیاته کړه، له دې وروسته دپوهنې وزارت د ښوونکو او د پوهنې د رئیسانو د تغیر او تبدیل صلاحیت نه لري، بلکې د شفافیت د تامین او د مستحقو کسانو د استخدام په خاطر دغه چارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له لارې ترسره کېږي.
د هېواد جمهور رئیس په پای کې یو ځل بیا د زابل د مشرانو سوله ییزې هڅې وستایلې او ويې ویل: په دې برخه کې ستاسو لا ډېره مرسته غواړو. هغه زیاته کړه، سوله زموږ د ولس اساسي غوښتنه ده او د دغې غوښتنې په پوره کولو کې د ولس، قومي مشرانو او دیني عالمانو رول مهم او حیاتي دی.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته