سیاست

د پيښو په چارو کې د دولت وزير د جمهور رئيس دمرستيال له خوا معرفي شو

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٩  :

دجمهوررييس مرستيال قانونپوه سرور دانش نن له غرمې مخکې د پيښو په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک له پيښو سره د مبارزې د تياري د ملي ادارې  مسوولينو او کارکوونکو ته ور وپيژاند.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :

دجمهوررئيس مرستيال په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دجګپوړو دولتي مقاماتوپه ګډون جوړه شوې وه؛ وويل: د پيښو څيړنه يوه ستراتيژيکي او حياتي اړتيا ده .

ده د هېواد اقليمي شرايطو، د اوبو او هوا شرايطو او جغرافيايي حالت ته په اشارې سره څرګنده کړه: افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې دهغو ستونزو ترڅنګ چې د ثبات او امنيت له پلوه يې لري له ډول ډول طبيعي پيښوسره هم  مخامخ دى .

ده د جګړې او نا امنۍ، د تاوتريخوالي او دغه راز د طبيعي پيښوله امله دهېواد د بيلابيلو سيمو د اوسيدونکو د بېځايه کيدو په ګډون ستونزو ته په اشارې سره ټينګار وکړ چې له پيښو سره د مبارزې دتياري ملي اداره دې بايد په يوې کليدي ادارې بدله شي.

دجمهوررئيس دمرستيال دڅرګندونوله مخې: پيښې او د هغو څيړنه لوړ ارزښت لري او له دې پلوه لازمه ده چې له پيښو سره دمبارزې  دتياري  ملي اداره  د اداري او حقوقي مقام په لحاظ، دتشکيل اوظرفيت په لحاظ او دغه راز دبودجې له پلوه يوې کليدي ادارې ته لوړه شي .

دجمهوررئيس مرستيال وويل: له دې وروسته به په پيښو پورې اړوندې چارې اوله پيښو سره د مبارزې دتياري دملي ادارې مشرتوب دپيښو په چاروکې د دولت د وزيرله خوا ترسره کړاى شي او دا دپيښو حالت ته  دارزښت ورکولو او دهغودڅيړنې  لپاره يو لومړنى  ګام دى .

قانونپوه سرور دانش په تيرو کلونوکې  له پيښو سره د مبارزې  دتياري دملي ادارې دپخواني رئيس محمد دايم کاکړ او دهغه دهمکارانو کړه وړه وستايل او ويې ويل چې له پيښو سره مبارزه  اوله بيځايه شويو کسانو سره مرسته يوازې د دولت دنده نه ده، بلکې هېوادوال هم په دې برخه کې  يو لړ مکلفيتونه لري او که چيرې لکه څنګه  چې لازمه ده په دې برخه کې خپلو دندو او رسالتونو ته پاملرنه وکړي، دپيښو دڅيړنې چارې به له پخوا څخه زياتې همغږې شي .

دجمهوررئيس مرستيال دکندز دجګړې له امله له بيځايه شويو کسانو سره دهېواد دبيلابيلو سيمو داوسيدونکو همکاري دپيښو له زيانمونو شويو کسانو سره په مرسته کې  دخلکو د رول  يوه څرګنده بيلګه وبلله او قدرداني يې وکړه.

په دې غونډه کې ويس احمد برمک هم  په دې باب  چې  دپيښو چارو ته بايد په يوه ستراتيژيکي نظر سره وکتل شي، د  جمهوررئيس دمرستيال دخبرو په تائيدولوسره  له پيښو سره دمبارزې د رهبرۍ په چارو کې دپروګرامونو يوه برخه   او ددغې ادارې دظرفيت لوړولو څرنګوالى بيان کړ.

د ده دڅرګندونوله مخې :  دپيښو دمديريت دملي مرکز  جوړول ، د پيښو د ادارې دظرفيت لوړول او له منل شويو معيارونو سره سم په بنسټيزو برخو کې د خبرداري ورکولو دسيستم جوړول  او پانګونه  هغه موارد دي چې بايد  پاملرنه ورته وشي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته