اقتصاد

د صنعت او سوداګرى وزارت سرپرست : د افغانستان اسلامي امارت ملي سوداګروته مناسبه کاري فضا رامنځته کوي.

کابل /د تلي ١٦مه /باختر
د صنعت او سوداګرى وزارت سرپرست نور الدين عزيزي د ملي سوداګرو د حقوقو د ملاتړ شورا له يوشمېرمسوولينو اوغړو سره په ناسته کې د هغوى ستونزې اوغوښتنې واورېدې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې ناسته کې د ملي سوداګرو د حقوقو د ملاتړشورا مسوولينو د ربع وار بيلانس د وړاندې کولو، تعرفو، حوالو، تجاري موضوعګانو له پلوه د ملي سوداګرو ستونزې او دغه راز د هغوى غوښتنې د صنعت او سوداګرى وزارت له سرپرست سره شريکې کړې.
وروسته د صنعت او سوداګرى وزارت سرپرست د هېواد د تجارتي شرکتونو د دوامدارو فعاليتونوپه خاطر په قدرداني سره څرګنده کړه چې دغه وزارت د خصوصي برخې د ستونزو د حل کولو په اړه له بېلابېلو لورو سره کار کوي او د هېواد د خصوصي برخې بېلابېلو څانګوته د مناسبې کاري فضا د برابرولو لپاره هلې حلې کوي.
دغه راز د صنعت او سوداګرى وزارت سرپرست له ملي سوداګروسره د اسلامي امارت ملاتړ څرګند کړ.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته