اقتصاد

د بڼوالئ ورکشاپ جوړ شو.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دکرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت  لخوا د بڼوالئ د پراختیا، پرمختګ او په دغه برخه کې  د شته ستونزو د لرې کولو په موخه د بڼوالئ ملي ورکشاپ جوړ شو.
دکرنې اواوبولګولووزارت باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه ورکشاپ کې د ګډون په موخه د پوهنتون ښوونکی، کارپوهان، بڼوال، قوریه لرونکي او د ټول افغانستان څخه د مرسته کوونکو موسئسو استازی را بلل شوي وو، تر څو د افغانستان د بڼوالئ ملي ستراتیژی د مسودې پیاوړي او کمزورتیا  ټکي تر څیړنې لاندې ونیسي او د دغې مسودې د بشپړولو په موخه  خپل نظرونه او  پیشنهادونه وړاندې کړي.
ددې ترڅنګ، چې د افغانستان بڼوالي تر یوې کچې وده کړې خو بیا هم دغه سکټور له یو لړ ارزښتناکه ستونزو سره مخ دي، چې له هغې ډلې څخه یې د بڼوالي ابتدايي والی، د تصدیق شویو او اصلاح شویو ورایټی (ډولونو)  کموالی، لږ او غیر معیاري تولیدات، د مناسبو تولیدونکو زیربناوو نشتون د ( پروسس او بسته بندی کولو مرکزونو، سړوخونو او د یخچالي وسایطو ) په ګډون  سربیره د بڼوالو او سوداګرو  نړیوالو مارکیټونه ته نه لاس رسی له هغه ننګونو څخه دي، چې په دغه ورکشاپ کې به ورباندې خبرې وشي.
افغانستان د مناسب او بدليدونکي اقلیم په لرولو سره د میوو د بڼونو د ودې، د سبو د کښت کولو او په ټولیز ډ‌ول سره د شنو سیمو د ودې او پراخوالي په برخه کې   بڼوالئ د ودې لپاره د لوړې وړتیا لرونکی هیواد دی.
په ۲۰۱۱ کال کې لاس ته راغلي شمیرې ښيي، چې په افغانستان کې د میوې او سبو کښت شوې سیمه ۲۴۰ زره هکتاره ځمکې ته رسیده او دغه شمیره د نړیوال بانګ د سروې په آساس په ۲۰۱‍۴ کال کې ۳۶۰ زره هکتاره ځمکې ته پراخوالی پیدا کړ.
د روان کال په لړ کې  د خوراک دنړیوال سازمان لخوا د نویو لاسته راغلو شمیرو په اساس  د یادې ځمکې څخه ۲۰۰ زره هکتاره ځمکه په افغانتسان کې یوازې د بڼوالی تر پوښښ لاندې راغلې ده او شاوخوا ۲ میلیونه  تنه په بڼوالئ بوخت دي.
اوس مهال د کورنيو تولیداتو په برخه کې بڼوالي ارزښتناکه رول لري، په ټولیز ډول سره ۳۴٪  کورني تولیدات د بڼوالئ په محصولاتو ولاړ دي او دا شمیره د افغانتسان د ټولو محصولاتو ۶.۷ سلنه تشکیلوي.
په همدې اساس دکرنې وزارت په دې ټینګار کوي، چې د بڼوالئ تر کښت لاندې سیمو حاصلاتو لوړوالي  ته پراختیا ورکړي.
په دغه برخه کې، کوم ګټور کارونه او لاسته راوړنې، چې د تیرو کلونو په لړ کې د کرنې وزارت لخوا تر سره شوې دي،  کولای شو د هغې له سلګونو فعالیتونو څخه د هیواد په ۶ زونونو کې د بڼوالئ د پراختیا د ۶ مرکزونو جوړول، د افغانستان د میوو په ملي کلیکسیون کې شاوخوا د ۱۰۰۰ ورایټي( ډولونو) بیلا بیلو میوو را ټولول او له ۱.۵ میلیونو پیوندي اصلاح شویو نیالګیو په تولیدولو  باندې زیات ټینګار کول یاد کړو.
دکرنې، اوبو لګونې اومالدارئ وزرات ژمن دی، چې د کرنیز اقتصاد، ملي اقتصاد او په ټولیز ډول سره د افغانتسان د دوې  په برخه کې نه ستړکیدونکي  کارونه تر سره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته