ټولنه

جمهوررئیس غني د نیمروز ولایت د غونډو د تالار او جمنازیوم د بنسټ ډبرې کېښودې

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نیمروز ته د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د خپل سفر په بهیر کې نن له غرمې مخکې د یاد ولایت په مرکز زرنج ښارکې د ولایت د غونډو د تالار او د ورزشي جمنازیوم د بنسټ ډبره کېښوده.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس غني د دغو پروژو د بنسټ ډبرې د اېښودو او د نیمروز ولسونو ته د مبارکۍ پرمهال وویل، نن ویاړم چې د غونډو تالار او ورزشي جمنازیوم د بنسټ ډبرې ږدم. نیمروزي ځوانان په کمو امکاناتو په ورزش کې ډېر ښه وځلېدل، پرې ویاړم، د دې ورزشي تالار په جوړولو سره به د ځوانانو فعالیت لا زیات شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ په اکثره ولایتونوکې د غونډو تالار ستونزې موجودې دي او د دغې ستونزې د حل په موخه مو د متوازنې ودې پالیسۍ په اساس تصمیم نیولی چې د هیواد په شلو ولایتونو کې د سلامخانې ماڼۍ ته ورته ودانۍ جوړې کړو.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د دې پروژو پیسې له ملي بودجې څخه دي او منبع یې د ملي تدارکاتو کمېیسون ۱۸ میلیارده سپمول شوې افغانۍ او زموږ داخلي عواید دي چې په تېرو څلورو کلونو کې ۹۰ سلنه زیات شوي دي. هغه زیاته کړه، دا ټول په دې پورې اړه لري چې موږ خودکفایي ته رسېږو او ټول ملت به درک کړي هر ځل چې عواید زیاتېږي پرځای او شفاف ډول لګول کېږي.
انجنیر عبدالباقي عمر جمهوررئیس ته د دغو پروژوپه اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، دغه پروژې چې په ۱۸۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي، د ۲۰۰۰ کسانو د ځایونو ظرفیت لري.
هغه زیاته کړه، د سلام خانې ماڼۍ په بڼه دغه جوړېدونکې ودانۍ له ملي بودجې څخه د ۵۰ زره میلیونو افغانیو په لګښت په شپږ میاشتو کې بشپړېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته