کابل / د غبرګولي ۱۳ مه/ باختر
د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام په کابل ښار کې پر وزیر محمداکبر خان جامع جومات د تروریستي برید په ترسره کولو سره نن د ماښام لمانځه له ادا کولو وروسته د یاد جومات خطيب دوکتور محمدایاز نیازي شهید او زموږ یو شمېر هیوادوال ټپیان کړل.
جمهوررییس د دغه برید د غندلو پرمهال وویل، پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشري ضد جنایت دی.
د هیواد جمهوررییس د شهید دوکتور محمدایاز نیازي له کورنۍ سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندولو پرمهال مسوولینو ته د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه.