امنیت

دطالبانو دوه تنه مسوولين په مارجه کې ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولى  لومړي :
دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه مسوولين  تيره شپه د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ   په مارجې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې قضايي مسوول مولوي حميد  او ددغې ډلې دملکي برخې مسوول رحمت په دغې ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو په هوايي عملياتو کې وژل شوي دي .
ويل کيږي چې دغو دوو تنو په بيلابيلو جنايتونوکې لاس درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته