ټولنه

د حج او اوقافو وزير : لومړۍ ډله افغاني حاجيان دوږي دمياشتي په ٢٧ نيټه سعودي عربستان ته ليږدول کېږي

کابل باختر د وږي يوولسمه
دافغاني بعثه  هيئت له ښوونکو اومديرانو څخه دازموينې داخستلو بهير پيل شو .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې د حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې سږ کال شپږ سوه تنه دازموينې له اخيستلو وروسته دمديرانو  او ښوونکو په توګه دبعثه  هيئت په ترکېب کې سعودي عربستان ته واستوي .
د حج او اوقافو وزير ډاکتر محمد يوسف  نيازي نن دبعثه  له ښوونکو او مديرانو څخه دازموينې  بهير چې په عيدګاه  جومات کې واخستل شوه  ، وڅاره .
ډاکتر نيازي  دباختر اژانس خبريال ته وويل دغه ازموينه دهيواد په ولايتونوکې هم اخستل شوې ده اوله هر ولايت څخه ديرش تنه دازموينې  دورکولو لپاره معرفي شوي وو  چې له دې جملې څخه  له ازموينې وروسته لس  تنه چې ښي نمري يې ترلاسه کړي دښوونکو اومديرانو  په توګه انتخاب شول .
  د حج او اوقافو وزير ديوې بلي پوښتنې په ځواب کې وويل چې سږ کال به زموږ ديرش  زره  تنه هيواد وال د حج په مراسموکې ګډون وکړي .
دافغاني حاجيانوکاري بهير  نږدي بشپړ  شوي او دويزي  داخيستلو او دپاسپورت دبرابرولو  کار دوام لري .
  ډاکتر نيازي وويل هره دوه سوه کسيزه ډله حاجيان به ديو مدير او د دريو تنو ښوونکو له خوا رهبري شي .
دحج او اوقافو وزير څرګنده کړه په سعودي عربستان کې دافغاني  حاجيانو دميشت او ځاى پرځاى کولو مسئله په بشپړه توګه حل شوې ده او په دې برخه کې کوم ستونزه نشته .
لومړي ډله افغان حاجيان به دوږي دمياشتي  په ٢٧ نيټه له کابل _ مزارشريف  ، او هرات څخه  سعودي عربستان ته وليږدول شي .
  ديادونې وړ ده چې داريانا ، کام اير او صافي هوايي شرکتونه  به سعودي  عربستان ته دافغاني حاجيانو دليږدونې په عملياتوکې ګډون وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته