امنیت

دولس تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې دولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې د ملي اردو ځواکونو د هېواد او خلکو د دښمنانو د ځپلو په موخه د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، پکتيکا، لوګر ، غزني ، قندهار، روزګان، هرات، فراه، بغلان، بلخ، جوزجان، فارياب او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ګډ چانيز او تعرضي عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٢ تنه تروريست طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه وسله، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د يوبل خبرله مخې :
د ملي اردو پنځه تنه عسکر د هغو عملياتو په بهيرکې چې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د کورنيو او بهرنيو تروريستانو پرخلاف ترسره شول؛ شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته