سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د بریتانیا له ملکې دویمې الیزابت سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې٩ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، پرون له غرمې مخکې د بریتانیا له ملکې دویمې الیزابت سره  د لندن په ښارکې د باکینګهام په ماڼۍ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې او نړۍ د حالت په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس په دې کتنه کې له یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې له افغانستان سره د بریتانیا د خلکو له مرستې او همکاریو څخه مننه وکړه .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته