امنیت

په ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
په ننګرهار ولايت کې له لسګونو بيوزلو او اړو کورنيو سره  مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې  جامې  او د پخلنځي لوښي  شامل دي چې د ننګرهار ولايت  د مهاجرينو د  راستنولو د چارو رياست له خوا په دغو کورنيو ووېشل شول .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راسنتولو د چارو  رياست يوه  مسوول د باختر آژانس  خبريال ته وويل ؛  په دې پړاو کې په  څلور سوه دېرشو اړو کورنيو  مرستې  وويشل شوې.
د يادونې وړ ده چې دغه کورنۍ له پاکستان څخه نوې  هېواد ته راستنې شوي دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته