کابل / باختر د تلې دمياشتې ١١ :
د کندز ولايت امنيتي ځواکونوله خلکو څخه غوښتي دي چې خپل دکانونه پرانيزي او خپل عادي ژوندانه ته دې دوام ورکړي .
د کندز ولايت د امنيتي مقاماتو د څرګندونوله مخې: د دغه ولايت زياتره برخې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي او د نورو سيمو د پاکولو لپاره عمليات دوام لري .
افغان امنيتي ځواکونه به د کندز د پتمنو خلکو د سر او مال د خونديتوب په خاطر له هيڅ راز هڅوڅخه ډډه ونکړي.
د کنـــدز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني باختـــرآژانس ته وويل: پوځي عمليات په کندز ولايت کـــې د ګڼ شمېر وسله والـــوطالبانو د له منځه تللو سبب شوي دي او له دې وروسته به هيڅ راز خطر ملکي وګــــړي ونه ګواښوي .
خبرځاى زياته کړه: پوليسو د کندز ښار تصويرونه خپاره کـــړي دي چې امنيتي ځواکــــونه په ټولــــو کوڅو او شاوخــــوا سيموکــــې شتون لــــري او زياتره کليــــدي ساحې د وسله والــــوطالبانو له شتون څخه پاکې شوې او د پوليسو ځواکــــونه په مثبتو برياليتوبونو سره د پرمختګ په حال کــــې دي.
0 1 دقیقه لوستل