سیاست

دحامدکرزي ١٥ ورځني راډيويي وينا .

کابل باختر د زمري يو ديرشمه
دحامدکرزي ١٥ ورځني راډيويي وينا .
ګرانو هيوادوالو درنو خويندو او ورونو السلام عليکم و رحمته الله برکاته .
وړمه ورځ داسد دمياشتې  په ٢٨ له خپلو هيوادالو سره دافغانستان دخپلواکۍ ٩٥کاليزه په ډير  وياړ په افتخار ونمانځله افغانستان  ٩٥ کاله مخکې  دغازي امان الله خان په اراده دده دملګرو په ټينګه  همکاري  دافغانستان دټولو ولسونو په بي دريغه ملاتړ ايثار او فداکاريو  اوسرښندنو  دنړۍ له يو ستر استعماري ځواک څخه خپل استقلال  ترلاسه کړ اونن چې موږ استقلال  لرو زموږ دنيکونواومشرانو ګډو هڅو ثمره اوموږ ته ددوى وياړمند ميراث دى .
ګرانو هيوادوالو دافغانستان خلکو تل دخپلو نيکونو ددې ميراث  ساتنه  کړې او موږ هم دهمدې پلرني ميراث  دخوندي توب په منظور د هيواد ازادۍ دساتنې او پالنې لپاره قرباني ورکړى دى دتيرې پيړۍ  په وروستيو لسيزو کې دشوروي لښکرو زموږ په هيواد تجاوز وکړ او ورپسې نورې ښکاره اوپټې مداخلې مو په هيواد کې وشوې چې زموږ استقلال يې له خطر سره مخ کړ ، موږ ټولو هيوادوالو په ګډه خپله خاوره دشوروي  له اشغال نه او دنورو له پټو اوښکاره مداخلو خلاصه کړه اوخاوره مو ازاده کړ دازادۍ دساتنې او پالنې دامبارک ميراث به زموږ  راتلوونکي  نسلونه  هم تل پالي او ساتي به يې . 
خويندو ورونو بي له شکه  چې دافغانستان عزت ازادي او استقلال  زموږ  دملي ژوندانه  ددوو اصولو مديون دى. يو دافغانستان له هره کوره دفرد فرد ايثار او قرباني اوبل هم زموږ دخلکو اتحاد ، اتفاق  او ملي يو والي ، داتجاوز له لومړي تجاوزه تر نن ورځې پورې دافغانستان هره کونۍ دخپلې خاورې لپاره قرباني ورکړې ده او دې قربانيو زموږ هيواد ته دازادۍ افتخار ورپه برخه کړى دى.
درنو هيوادوالو دغسي  چې موږ په کامل اتحاد ، ملي وفاق او دخپلو وينو په بيه دهيواد ازادي ګټلې او ساتلې ده اميداواره يم چې دهيواد دترقي  پرمختګ او ابادۍ لپاره هم لاسونه سره ورکړو او دنړۍ دتوسعي او انکشاف  روان کاروان ته ځان ژر تر ژره ورسوو اولا زيار وباسو چې نور ډير پرمختګ  وکړاي شو داکار يواځې او يواځې دځوان نلس دروزنې، په هيواد کې دتعليم دعام کيدو او دوطن اووطنوالو په وړاندې دمسووليت احساس دلاپياوړتيا  په اصل کې  نغښتي  دى . زه په پوره اطمينان ويلاي شم چې دا احساس  په بشپړ  ډول زموږ په خلکو کې شته زه ډاډه يم چې زموږ دځوانانو په مټو اوزموږ دولسونو په پياوړي ارادې افغانستان  ډير ژر  دترقۍ او انکشاف منزل مقصود ته ورسيږي انشا الله _ والسلام .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته