کابل باختر د مرغومي اته ويشتمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې د نويو نښتو په بهير کې ووژل شول .
دغه جګړې نن سهار په قيصار ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په فارياب ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړو کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: په يرغلګروهغه وخت دپوځيانو له خوا بريد وشو چې دوى په قيصار ولسوالۍ کې ددغو پوځيانو په کاروان بريد وکړ .
ويل کيږي چې په دغو جګړو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
0 1 دقیقه لوستل