امنیت

په بلخ کې د بم د چاودنې له امله دريو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

 دمزارشريف ښار باختردچنګاښ دمياشتې ١٩ :
په بلخ ولايت کې د بم د  چاودنې له امله  يوتن ملکي وګړى  ووژ ل شو او دوه
تنه   نور  يې ټپيان شول.
دغه  چاودنه  نن له غرمې مخکې  په لس نيمو بجو دبلخ ولسوالۍ دکلفت په
بند کې  رامنځته شوه .
د بلخ ولايت  د بلخ ولسوال  تيمور شاه فايز د  باخترآ ژانس خبريال ته وويل : 
چې په  دې  پيښه کې يو ملکي وګړى   ووژل شو  او دوه تنه نور ټپيان شول.
د خبرونوله مخې :  طالبانو غوښتل  دغه بم  د  راکړې ورکړې په بازار کې
چې دپنجشنبې په ورځو جوړيږي ، وچوي  چې يوه تروريستي  خونړۍ پيښه
رامنځته کړې . خو دغه بم هدف ته  له رسيدو مخکې وچاوديد.
دبلخ ولسوال وايي وسله والو طالبانو  بم  دګازو په يوه بالون کې ځاى پرځاى
کړى و.
په همدې حال کې  دبلخ ولسوالۍ  ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو ديو
ټپي روغتيايي خراب بللى دى. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته