سیاست

د امریکا جمهوررئیس د ټیلیفوني تماس له لارې جمهوررئیس غني سره غمشریکي وکړه

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١١ مه
د امریکا جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ تير ماښام له جمهوررئیس غني سره د ټیلیفوني تماس له لارې په کابل ښار کې پرونۍ پېښه یو تروریستي عمل وباله او هغه یې په سختو ټکو وغندله.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د امریکا جمهوررئیس په دې تیلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته د تسلیت او همدردۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل، د امریکا متحده ايالت د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دي. 
هغه تروریستان د ټولې متمدنې نړۍ د خلکو دښمنان وبلل او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ژغورنې ډلې میړانې او سرښندنې  وستایلې چې د دغې پېښې د ټپیانو مرستې ته یې دانګلي وو. ورپسې جمهوررئیس غني د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب د جمهوررئیس ټرمپ له همدردۍ او غمشریکۍ مننه وکړه. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته