امنیت

لس تنه داعشيان ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي دريمه :
دملي اردو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې دحمزه  په نامه دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دداعش دتروريستي ډلې لس تنه غړي ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دملي اردو دننګرهار ولايت  دجنوب دولسواليو په مربوطاتو کې دخاصو قطعاتو په ګډو هلوځلو سره ګډ محاربوي  اوچاڼيز علميات ترسره کړل  چې له امله يې دعمري ، ابو تلحه ، ثابت او عمر شاه په نومونو دداعش دتروريستي ډلې دڅلورو تنو مشهورو قوماندانانو په ګډون لس تنه داعشيان ووژل شول او دقريب الله په نامه يوتن بل له يو ټوک پاکستاني پيژندکارت سره ونيول شو او تحقيقات دوام لري .
دغه راز دوسايطو ضد دوه ماينونه چې د ډار اچوونکو له خوا دننګرهار ولايت دکوټ ولسوالۍ په لاغر جوى ساحه کې  ځاى پرځاى کړى شوي و کشف اوشنډ کړى شول .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته