اقتصاد

په مزارشريف کې دلاسي او توليدي صنايعو ملي نندارتون پرانستل شو .

-کابل باختر دثور شپاړلسمه :
په مزارشريف  ښار کې نن دملي  صنايعو نندارتون پرانستل شو.
په دې نندارتون کې دبلخ ، هرات ، قندهار او دکابل دولايتونو د فابريکو په لسګونو قلمه لاسي او توليدي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دنندارتون دجوړولو په ساحه کې وشوه، دبلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور ددغه نندارتون جوړول دهېواد دکورنيو  صنايعو  په وده اومعرفي کولو کې ارزښتناک وبلل او ويې ويل چې په دغه ولايت کې  دپانګونې لپاره شرايط دغه راز مرسته او دامنيت تامينول دي او کورني او بهرني پانګې اچوونکي کولاى شي چې په ډاډه  زړه  پانګونه وکړي .
عطا محمد نور له هېوادوالو په تيره بيا دبلخ ولايت له اوسيدونکو څخه وغوښتل چې دهېواد داقتصاد د ودې په خاطر دې له کورنيو محصولاتو څخه استفاده وکړي .
په دې غونډه کې دپانګونې دملاتړ دادارې رييس محمدقربان حقجو ژمن شو چې په هېواد کې دپانګونې د ودې په موخه هيڅ راز هلې ځلې  نه سپموي
په دې نندارتون کې دبرقي سامان الاتو او دساختماني  توکو په ګډون  دکورنيو فابريکو په لسګونو توليدي مواد او دغه راز لاسي صنايع په څه دپاسه يوسلو پنځوسو غرفو کې دڅلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته