کابل باختر دثور شپاړلسمه :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن دايبکو _ پلخمري دلويې لارې په اوږدو کې په پلخمري ښار پورې اړوند دچشمه شير په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه مسافر وړونکي بس موټر له يوه تيلر سره ټکر وکړ .
دبغلان ولايت دترافيکو دادارې مسوول سيد عالم دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
عيني شاهدان وايي دوو موټرو په داسې حال کې چې يوبل ته مخامخ روان و ډير سخت ټکر وکړ . په همدې حال کې دبس موټر چلوونکي چې ويل کيږي ددغې پيښې اصلي عامل دى . تښتيدلى دى .
دمرکزي بغلان دروغتون ډاکترانو ددغې ترافيکي پيښې دڅه ناڅه دوو تنو تپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
1 1 دقیقه لوستل