کابل/ د غبرګولي ۷ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې له استاد محمد محقق سره وکتل.
د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د هیواد جمهوررییس او استاد محقق د اختر مبارکۍ ترڅنګ د هیواد پر وروستي سیاسي وضعیت او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.