کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چې دقضا يو پخوانى قاضي قضاتوتپوه مولوي محمد قاسم دوست د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
انا لله وانا اليه راجعون .
ارواښاد محمد قاسم دوست کلونه کلونه دهيواد قضا او عدلي څانګو کې خدمت کړى دى .
په وروستيو کلونو کې دسترې محکمې دعالي شوراى غړي و ، په جهاد او مقاومت کې يې برخه درلوده ، د ده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو ،سترې محکمې او دلغمان ولايت خلکو ته وړاندې کوم .
الله عالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبرپه نصيب شي.
1 1 دقیقه لوستل